د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د نومبر په ۱۸مه نېټه د دې هېواد د دفاع وزارت په مقر کې په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې هغه به د دې هېواد د دفاع وزير دنده هم پر غاړه واخلي.
نوموړي وويل، د اسرائيلو اوسنی امنيتي وضعيت ډېر پيچلی او حساس دی، نو له ټاکلي وخت مخکې د ټاکنو د ترسره کېدو اړتيا نه شته. هغه زياته کړه چې له ټاکلي وخت مخکې ټاکنې تر سره کول نامسئولانه عمل دی، هغه د ګډ حکومت د ټولو ننګونو د حلولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کوي.
اوس نيتانيا هو د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير په شمول هم دندې پر غاړه لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |