CRI Online

په عراق کې د موټر بم چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 09:34:02

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د عراق د امنيتي چارو اړوند چارواکي د نومبر په ۱۸مه نېټه وويل چې د صلاح الدين ولايت په مرکز تکريت ښار کې په همدې ورځ د موټر بم د يوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۵تنه ووژل او ۱۳تنه نور ټپيان شول.

د مالوماتو له مخې، پر ځايي وخت د نومبر د ۱۸مې نيټې په ماښام يو موټر بم د تکريت ښار په مرکزي برخه کې يو راسټورانټ ته نژدې انفجار وکړ چې له امله يې د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۵تنه وژل او ۱۳تنه نور ټپيان شوي دي. د چاودنې له امله ځايي ودانيو او د ملکي خلکو موټرونو سخت زيانونه رسېدلي دي.

اوس د عراق امنيتي پوځ د چاودنې ځای کلابند کړی او په دغه ښار کې د امنيت ساتلو تدابير يې پياوړي کړي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای