د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د نومبر په ۱۸مه نېټه وويل چې د داعش ډلې۲۴ تنه غړي په همدې ورځ دغه ولايت کې حکومت ته تسليم شوي.
نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه ولايت امنيتي څانګې په همدې ورځ د داعش ډلې د دغو کسانو لپاره لنډ مراسم تر سره کړل او په دې وسيله يې د دوی هرکلی وکړ چې له جګړې څخه لاس اخلي او د هېواد د سولې له بهير يو ځای کيږي.
خوګياڼي وويل چې دغه کسان مخکې د ننګرهار په جنوب کې فعال و او په زياتو بريدونو کې يې لاس درلود چې ځيني بهرني وسله وال هم پکې شامل و.
د افغانستان د پژواک د خبري اژانس د خبر له مخې، حکومت ته د دوی د تسليمېدلو يو لامل دا هم دی چې پر ځايي اوسيدونکو باندې د داعش د زورزياتي کړنې نورې د دوی لپاره د زغم او منلو وړ نه دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |