CRI Online

چين په بريالي ډول د بې دوو په نوم ۴۲مه او ۴۳مه لارښوونکې سپوږمکۍ وتوغولې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 10:21:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په نولسمه نېټه د سهار په دوو بجو او اوه دقيقو، د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه د بې دوو په نوم ۴۲مه او ۴۳مه لارښوونکې سپوږمکۍ د چانګ جنګ په نوم د لېږدونکي توغندي له لارې فضا ته وتوغول شوې. دا دوه سپوږمکۍ د بې دوو درېيمې شبکې ۱۸مه او ۱۹مه مصنوعي سپوږمکۍ دي چې په توغولو سره يې په بنسټيز ډول ياده شبکه بشپړه شوه او ورپسې به د دې شبکې د کاري هدف د ارزونې کارونه تر سره شي.

د سږ کال له پای مخکې به د بې دوو درېيمه شبکه د يو کمربند او يوې لارې په باب اړوندو هېوادونو او سيمو ته د لارښوونې بنسټيز خدمتونه برابر کړي. (شکريه)


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای