CRI Online

ايران هيله لري چې د سرحدي امنيت د ساتنې په ساحه کې له پاکستان سره همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 10:42:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي د نومبر په اوولسمه نېټه وويل، اوس د ايران او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمه کې د امنيت حالات سخت دي. ايران هيله لري چې د سرحدي امنيت د ساتنې په ساحه کې له پاکستان سره همکاري پياوړې کړي.

د ايران تسنيم اژانس د ښاغلي فضلي په قول ويلي، که پاکستان له ترهګريزو سازمانونو سره په مبارزه کې ستونزې لري، ايران چمتو دی چې د پاکستان په خوښه د دې هېواد په دننه کې د ترهګرو پر ضد عمليات تر سره کړي.

نوموړي دا هم وويل چې هغه پنځه ايراني پوځيان چې د ترهګرو له لوري تښتول شوي وو، د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه خوشې شول. ايران به د نورو تښتول شويو پوځيانو د خلاصېدو لپاره کوښښ وکړي.(شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای