CRI Online

په جنوبي اسيا کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په اړه سمينار په نيپال کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 11:19:25

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، په جنوبي اسيا کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په اړه سمينار چې د نيپال او چين تر منځ د دوستۍ فورم لخوا يې مشري کيږي، د نومبر په ۱۸مه نېټه د نيپال په پلازمينه کتمندو کې پرانيستل شو.

د نيپال د ماليي وزير يوبا راج خاتيوادا، په نيپال کې د چين د لوی سفير يوی هونګ او د چين، نيپال، پاکستان، بنګلاديش، سريلانکا او هند په شمول د ځينو هېوادونو د چارواکو او کارپوهانو څه دپاسه سل تنو په سمينار کې ګډون وکړ.

هاتيوادا وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز نيپال لپاره زياتې مالي سرچينې برابرې کړې او برابروي چې د نيپال د پرمختيا لپاره اغېزمنې دي او اهميت لري. په چين کې د پرمختيا سرعت ډېر چټک دی او اوس په بېلا بېلو ساحو کې د چين او نيپال تر منځ همکارۍ د ژورتيا په حال کې دي.

خاتيوادا وويل چې د جنوبي اسيا هېوادونه بايد د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز سره يو ځای شي او د ګډو ګټو تر لاسه کولو لپاره يو ښه همکاريز شکل رامنځته کړي. دا د کارپوهانو او حکومتي چارواکو هلو ځلو ته اړتيا لري. په جنوبي اسيا کې د پرمختيا راتلونکی زموږ ګډو هڅو ته اړتيا لري او يوازې په دې شرط موږ په ګډه د پرمختيا ګټې تر لاسه کولی شو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای