CRI Online

د ورخلاصون ،نوښت او شاملېدو په رڼا کې به د اسيا او ارام سمندر سيمې ترمنځ همکاري لا پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 14:12:34

د اېپيک د مشرانو ۲۶مه غير رسمي غونډه د نومبر په ۱۸مه نېټه په پاپوا نوې ګينه کې پای ته ورسيده. په ۲ ورځنۍ غونډه کې ګډونوالو د پيوستون د پياوړتيا، د اسيا او ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګريزې سيمې د ابادۍ، ډيجيټلي اقتصاد او د بوګور تر موخې وروسته د پلان په اړه زياتو برخو کې ګډې نظريې او مهم پرمختګونه يې تر لاسه کړل او له ازادې سوداګرۍ، څو اړخيز سوداګريز نظام او د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه د ملاتړ او ساتنې مثبته اشاره يې صادره کړه.

د پام وړ خبر دا دی چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا بيان شوی د ورخلاصون، پرمختګ، جامعيت، نوښت او مقرراتو تر لارښوونې لاندې پنځه فقره ييز وړانديز د غونډې د برخوالو خواوو ترمنځ په پراخه توګه ومنل شو. د چين دغه طرحه به د اسيا او ارام سمندر سيمې راتلونکې همکارۍ ته ۳ خوځنده ځواکونه ورسوي.

لومړی، ورخلاصون د اسيا او ارام سمندر سيمې راتلونکې سرچينه ده.

اوس اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد د نړيوال کېدو پايلې شريکوي او بلې خوا هم له سوداګريز اصطکاک سره مخامخ دي.دغه راز د پرمختګ ناثابت اصول زيات شوي دي.رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې له بېلا بېلو اقتصادونو څخه غوښتنه وکړه چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرانيستي اقتصاد د جوړونې او د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو لپاره کوښښ وکړي چې د دې سيمې د راتلونکي پرمختګ لپاره لوری ښودل شوی .

څو ورځې دمخه د چين نړيوال وارداتي ننداتون پای ته ورسېد چې په کې د ۵۷ مليارډو او ۸۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د سوداګريزو معاملو هوکړې شوې دي.له دې څخه څرګندېږي چې د چين ورخلاصون خلکو ته واقعي ګټې رسولې دي.د بېلا بېلو غړو هېوادونو مشرانو د يادې غونډې په ترڅ کې څرګنده کړه چې بايد څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم وساتي او د نړيوال پولي سازمان رول ولوبوي.

دوهم، نوښت د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ کيلي ده.

اوس ډيجتلي اقتصاد په نړۍ کې د نوي پړاو صنعتي اصلاحاتو کيليدي ځواک ګرځي.په دې وروستيو کلونو کې د ايپيک غړو په جلا جلا توګه د ډيجتلي اقتصادي پرمختګ ستراتيژۍ او پلانونه وړاندې کړي .

درېيم، جامعيت د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ لپاره ضرورت دی.

رئيس شي جين پينګ له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې له واقعيتونو سره سم د متقابلو انتخابونو درناوی وکړي تر څو د اسيا او ارام سمندر سيمې دواملرونکي پرمختګ پرمخبوزي.

په پاپوا نوې ګينه کې د اېپيک سرمشريزه غونډه پای ته رسيدلې، د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ لويې بېړۍ يو ځل بيا په نوي سفر پيل کړی، د بوګور تر موخې وروسته د پلان ټاکنه به وروستی هدف وي. په دې هکله چين وړانديز کړی چې د سالم سفر لپاره دې په اقتصادي برخه کې د لوړې کچې ازادې سوداګريزې سيمې، هراړخيز پيوستون او جامع ډيجيټلي اقتصاد ته پرمختګ ورکړي. يوازې بېلا بېل اقتصادونه د ورخلاصون، نوښت او جامعيت پر افکارو ټينګار وکړي، د اسيا او ارام سمندر سيمې دغه لويه بېړۍ به د ښې راتلونکې په لوري حرکت وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای