د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين او د عربي هېوادونو د سياسي ګوندونو تر منځ د دويمې دورې خبرې اترې چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې لخوا مشري کيږي، د نومبر په ۲۲مه نېټه د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې تر سره شي. د غونډې مضمون دا دی چې په ګډه لا سمسورې نړۍ جوړه شي، د اټکل له مخې به د عربي هېوادونو څه دپاسه شپيته سياسي ګوندونه په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
د دغو خبرو اترو هدف د چين او عربي هېوادونو تر منځ د همکارۍ فورم د اتمې دورې د وزيرانو په غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مهمې وينا د روحيې عملي کول او د يو کمربند او يوې لارې تر لارښوونې لاندې د دوستانه تګ راتګ او واقعي همکارۍ د پياوړتيا لپاره د بېلا بېلو خواوو هڅول دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |