د سين هوااژانس د خبر له مخې، د يمن د حوثيانو وسله والو د نومبر په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ. که سعودي عربستان او عربي متحده امارات او د دوی ملګري د توغنديو ويشتلو او پر دغو هېوادونو د بي پيلوټه الوتکو بريدونه ختم کړي، دوی حاضر دي او غواړي چې د سولې خبرو اترو لپاره ټول پوځي فعاليتونه پای ته ورسوي.
په همدې ورځ ماښام د حوثيانو د جګ پوړې انقلابي کميټې رئيس محمد علي حوثي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل که دغه ائتلاف سعودي عربستان، عربي متحده امارات او د دوی نور ملګري د توغنديو ويشتلو او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ختم کړي تر څو د دوی پلمه ختمه شي او د تيري کولو او د کلابندۍ لامل له منځه ولاړ شي. موږ د دې لپاره چمتو يو چې خپل ټول پوځي فعاليتونه ختم کړو.
هغه وويل چې دغه کړنې د يمن مسئلې په هکله د م م د ځانګړي استازي ماتين ګريفيس لخوا وړاندې شوې غوښتنې ته د ځواب ورکولو په موخه دي او د سولې خبرو اترو مخکې يې په يمن کې د سولې د ژر رامنځته کېدلو لپاره ښې نظريې ښودلې دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |