CRI Online

شي جين پينګ د بروني له پاچا حاجي حسن البولکياه سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 17:07:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په نولسمه نېټه په سري بګاوان بندر کې د بروني له پاچا حاجي حسن البولکياه سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د چين او بروني ترمنځ د اړيکو د ټينګښت مثبت تمايل ارزښت ناک وباله او پرېکړه يې وکړه چې دواړه هېوادونه ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د سياسي اعتماد، ګډو اقتصادي ګټو، کلتوري تبادلې او متقابلو مرستو په برخو کې يو له بل سره ملګرتيا وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ د لوړې کچې تګ راتګ بايد پياوړی شي. چين له دې امله د بروني ستاينه کوي چې د يو چين پېژندنې پر اصل يې ټينګار کړی، چين به په پر له پسې توګه د بروني له خپلې پرمختيايي لارې څخه ملاتړ وکړي. چين بروني د ورېښمو د ۲۱مې پېړۍ سمندري لارې د ابادۍ مهم همکار په توګه بولي، او هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد او د بروني د اقتصادي جامعيت ستراتيژۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي. چين هرکلی کوي چې د بروني تصدۍ چين ته صادرات زيات کړي. چين هيله لري چې له بروني سره د بنسټيزو تاسيساتو، کرهڼې، د کب نيولو صنعت او انرژۍ په برخو کې همکارۍ پراخې کړي او له دغه هېواد سره د ډيجيټلي اقتصاد او الکترونيکې سوداګرۍ په برخو کې خپلې تجربې شريکې کړي. دواړه خواوې بايد د ښوونې، کلتور، سپورټ، روغتيا، سيلانۍ عدلي چارو، له ترهګرۍ او نړيوالو جرمونو سره د مبارزې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د م م او اېپيک په چوکاټ کې بايد خپلمنځي راکړې ورکړې او همغږي ژوره کړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات ساتنه د چين او بروني له ګټو سره اړه لري او د دواړو خواوو د خلکو ګډه هيله ده.

حسنال له بروني څخه د رئيس شي جين پينګ د لومړي رسمي ليدنې تود هرکلی وکړ. هغه وويل، چې برونی د نړيوال ثبات او سمسورتيا د هڅونې، له اقليمي بدلون سره د مبارزې، د څواړخيز سوداګريز نظام د ساتنې او د سيمه ييز اقتصادي يووالي د پياوړتيا په برخو کې د چين مهم رول ته لوړ ارزښت ورکوي او له چين څخه مننه کوي چې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د ختيځې پرمختيايي سيمې د پرمختګ ملاتړ يې کړی.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه د همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

دواړو خواوو د چين او بروني ګډه اعلاميه خپره کړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای