CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فليپين په رسنيو کې ليکنه خپره کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 17:23:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۹مه نېټه، چې فليپين ته له رسمي سفر مخکې، د فليپين په فليپين ستوري، مانيلا بوليتين او دېلي تريبون ورځپاڼو کې يوه ليکنه خپره کړه، چې نوم يې دی په ګډه د چين او فليپين ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه پرانيستل.

شي جين پينګ په ياده ليکنه کې وويل، د دغه سفر عمده هدف دا دی چې له ولسمشر رودريګ دوتيرتي سره په نوې مرحله کې د دواړو هېوادونود هراړخيزو همکاريو په اړه د نظر تبادله وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته وده ورکړي.

په ياده ليکنه کې دا هم ويل شوي، د تجارت ازاد کېدلو او د اقتصاد نړيوال کېدلو د څپې مخنيوي نه شي کېدای. چين يو ډېر مسووليت منونکی هېواد دی، پر همکارۍ، متقابلې ګټې او پراخ ورخلاصون ټينګار کوي، غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د چين د بازار فرصتونه شريک کړي چې د چين د لومړۍ دورې نړيوال وارداتي نندارتون تر ټولو ښه ثبوت دی. چين له فليپين او نورو هېوادونو څخه هرکلی کوي چې له چين سره يو ځای پرمختګ ومومي. موږ به له بېلابېلو هېوادونو سره د تجارت نړيوال سازمان پر بنسټ جوړ شوی څواړخيز تجارتي سيستم وساتو او نړيوال سياسي او اقتصادي نظام به پر لا عادلانه او مناسب لوري پرمخ بوزي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای