CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د دواړو هېوادونو د چاپيريال کال د پيل کولو لپاره يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 19:04:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د نومبر په ۱۹مه نېټه د دواړو هېوادونو د چاپيريال کال د پيل کولو لپاره يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، د تمدن سمسورتيا د ايکولوژيکي چاپيريال له سمسورتيا سره تړلې ده. د چين او فرانسې د چاپيريال کال د جوړونې د پرېکړې هدف دا دی چې د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې، د اقليمي بدلون د حل او د بيلوژيکي جامعيت د ساتنې په برخو کې د دواړو خواوو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د نړيوال چاپيريال ستونزه حل کړي. چين غواړي له فرانسې او نړيوالې ټولنې سره په ګډه د ځمکې د کرې ساتنه وکړي او پاکه او ښکلې نړۍ جوړه کړي.

ماکرون په خپل پيغام کې وويل، فرانسه غواړي له چين سره په ګډه د دوامدار پرمختګ په بڼه يوه زرغونه او کم کاربن لرونکې نړۍ اباده کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای