CRI Online

ولې د چين او بروني ترمنځ د ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکې ټينګې شوې؟

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 20:13:45

د روان کال په پيل کې سيټي بانک او اېچ اېس بي سي بانک يو پر بل پسې په بروني کې خپلې پولي چارې بندې کړې. اسيا ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې له تېرو څو کلونو راهيسې د انرژيو د نړيوالو بيو د ټيټوالي له امله په بروني کې د نفتو او ګازو په برخو کې د يادو بانکونو کار بار کم شوی.

کله چې نور بهرني پانګه اچوونکي له بروني څخه وتلو ته چمتو شوي دي، چين له بروني څخه ټينګ ملاتړ کړی. مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د چينا بانک په بروني کې فرعي څانګه جوړه کړې او د چيني پانګه اچوونکو لپاره يې خدمتونه برابر کړي وو.

د چين او بروني ديپلوماتيکې اړيکې په ۱۹۹۱ کال کې ټينګې شوې، خو په ۲۰۱۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې شوې. په همدې کال کې شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وکړ، بروني دغه وړانديز ته مثبت غبرګون وښود او ملاتړ يې ورڅخه څرګند کړ. دواړو خواوو د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد او د بروني د ۲۰۳۵کال د ستر پلان د پيوستون تفاهم ليک لاسليک کړ. يو کمربند او يوې لارې د چين او بروني ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړی.

لومړی، برونی د جنوب ختيځې اسيا ټولنې له نورو غړو سره د چين تر پېشنهاد لاندې جوړشوي د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک لومړنی جوړونکی غړی دی.

دوهم، له تېرو څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو چټک پرمختګ موندلی دی. تېر کال د دواړو خواوو ترمځ د تجارتي معاملو ارزښت د وړم کال په پرتله ۳۶.۵سلنه زيات شوی چې يو مليارډ ډالرو ته رسيدلی. تېر کال چين ته د بروني د صادراتو ارزښت د وړم کال په پرتله ۵۸.۵ سلنه زيات شوی چې د زياتوالي سرعت يې د حيرانتيا وړ دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر له اتلسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې له بروني څخه د رسمي ليدنې په حال کې دی. د دواړو هېوادونو په خپره شوې ګډه اعلاميه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به له ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو څخه د ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکو ته لوړې شي. دغه پريکړه له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ له تمايل سره سمون لري او هرومرو به د دواړو هېوادونو اړيکې نوې کچې ته لوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای