CRI Online

بريټانيا او اروپا به په روانې اوونۍ کې د راتلونکو دوه اړخيزو اړيکو چوکاټي تفصيلات وټاکي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 08:50:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا صدراعظمې تريسا مې د نومبر په ۱۹مه نېټه وويل چې بريټانيا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو تړون د مسودې د کليدي برخو په هکله له دې ټولنې سره موافقې ته رسيدلې او په روانې اوونۍ کې به د راتلونکو دوه اړخيزو اړيکو چوکاټي تفصيلات وټاکي.

نوموړې په همدې ورځ د دې هېواد د صنعت ګډې ټولنې په کلنۍ غونډه کې وويل چې د بريټانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ خبرې اترې به اسانه نه وي او په وروستي پړاو کې له ډېرو مشکلاتو سره به مخ شي ،خو د بريټانيا لپاره مساعد تړون به ژر لاسليک شي.

هغې په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې بريټانيا به له اروپايي ټولنې او نورو سيمو سره ښې اقتصادي اړيکې وساتي ، خو اروپا لاهم بريټانيا ته نژدې بازار ګڼل کيږي، نو د دواړو خواوو ترمنځ د مالونو ازاده ليږ راليږد ډېر مهم دي.د دواړو خواوو له لوري ټاکل شوې لنډمهالې موده د تصديو د پانګونو لپاره ثابت عوامل زياتولی شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای