CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير:د منځني واټن باليستيک توغنديو له تړون څخه د امريکا د وتلو موخه د پوځي واکمنۍ ساتل دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 10:32:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير مرستيال سيرګي ريابکوف د نومبر په ۱۹مه نېټه وويل ،د دې دليل چې ولې امريکا د منځني واټن باليستيک توغنديو له تړون څخه وځي،نه د روسيې "ډيزاين" په نوم يادېږي، ځکه چې دا تړون د امريکا د غوره پوځي مقام د ساتلو لپاره ګټور نه دی.

ريابکوف په همدې ورځ د تاس اژانس له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې امريکا د منځني او لنډ واټن توغنديو له سيستم څخه په استفادې سره غواړي چې په نړۍ کې خپله پوځي برتري وساتي. خو ياد تړون د امريکا اراده محدوده کړې، نو امريکا غواړي له دې تړون څخه ووځي.

ريابکوف وويل،مخکې له دې چې امريکا له تړون څخه د وتلو اعلان وکړي،د امريکا مسلکي ادارو په تړون کې د منعه شوي توغنديز سيسټم پر څېړنې پيل کړی و.په عين وخت کې امريکا په بې اساسه ډول پر روسيې نيوکه وکړه تر څو د تړون له محدوديتونو څخه د ځان خلاصولو لپاره پلمه ومومي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای