د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هند خبري رسنيو د نومبر په ۱۹مه نېټه خبر ور کړ چې په دې هېواد کې د فيلانو د علاج او درملنې لپاره لومړی روغتون په دې وروستيو ورځو کې د اوترا پرديش ايالت په اګره ښار کې پرانيستل شو.
د خبر له مخې دغه روغتون چې د دې هېواد فيل ساتونکي مرکز ته نژدی دی،د دې هېواد د وحشي حيواناتو د ساتونکي سازمان او د دې پرديش ايالت د ځنګلونو د ادارې له خوا په ګډه جوړ شوی او ټولې پيسې يې د ټولنيزو بسپنه ور کوونکو او د تصديو له خوا تر لاسه شوې دي.ياد روغتون به تر پرانيستلو وروسته د ټپي شويو، ناروغ شويو او زړو فيلانو لپاره ښه طبي خدمتونه وړاندې کړي او د فيلانو د ژوند ساتنې لپاره به يوه مرکز وګرځي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |