CRI Online

د ۲۰۱۸ کال لپاره د نويو سمسورو اقتصادي ډلو فورم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 10:36:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ۲۰۱۸ کال لپاره د نويو سمسورو اقتصادي ډلو د څېړنيزې ټولنې کلنۍ غونډه يعنې د ۲۰۱۸کال لپاره د نويو سمسورو اقتصادي ډلو فورم د نومبر په ۱۷مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې تر سره شو چې عمده موضوع يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه ده.د چين د ۴۰ پوهنتونونو، څېړنيزو اورګانونو او د ځينو تصديو شاوخوا دوه سوه تنو کارپوهانو، عالمانو ، صنعتګرو او اړوندو چارواکو پکې ګډون کړی و.

د يادې ټولنې مشر او د نړيوال اقتصاد او سياست د څېړنيز انسټيټيوټ مشر جانګ يوو يان وويل چې د چين په پرمختګ سره د نړيوالې ادارې په برخه کې ډېر کارونه بايد تر سره شي.چين په دې برخه کې نه يوازې

ګډون کوونکی بلکې لارښوونکی او خدمتګار هم دی.د بېلګې په توګه د اقليمي بدلون په برخه کې چين له ټاکلي وخت نه مخکې د ککړو شويو توکود کمښت موخه تر سره کړه او د انسانانو لپاره يې مثبت او اغيزمن خدمت وکړ چې له امله به يې ټولو هېوادونو ترې ګټې واخلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای