د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې يوه چارواکي د نومبر په ۱۸مه نېټه وويل چې د داعش ډلې ۲۴ تنه غړي په همدې ورځ حکومت ته تسليم شول
د ننګرهار ولايتي وياند وويل چې امنيتي څانګې د دغو کسانو لپاره لنډ مراسم تر سره کړل او د سولې په بهير کې د دوی د ګډون د پرېکړې هرکلی يې وکړ.
افغان امنيتي ادارې د نومبر په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په دې وروستيو ورځو کې يې په کابل کې د يادې ډلې څلور تنه افغان غړي نيولي چې غوښتل يې د دې ښار په بېلا بېلو سيموکې حملې وکړي.دغه راز دوی ځينې وسلې او مهمات هم نيولي دي.
د دې هېواد د دفاع وزارت د يوې شمېرنې له مخې اوس په دې هېواد کې شاوخوا دوه زره تنه د يادې ډلې وسله وال فعاليت کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |