د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په بېجينګ کې د چين ژباړې ټولنې د نومبر په نولسمه نېټه د ۲۰۱۸ کال د ژبو د خدمتي چارو انکشافي حالاتو راپور خپور کړ. په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې د ژبو په باب خدمتي چارو، په تېره بيا د ژباړې چارو د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د غوره کېدو په رڼا کې په چټک ډول وده او پرمختګ کړی او له بهر سره د تګ راتګ او همکارۍ په برخه کې يې ستر خدمتونه برابر کړي او د سږ کال تر جون مياشتې پورې، په چين کې ۹۶۵۲ د ژباړې شرکتونه حساب شوي دي. د چين د مهمو سياسي کلمو د ژباړلو معياري قاموس په همدې ورځ د بهرنيو ژبو د ادارې لخوا خپور شو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |