CRI Online

په ازبکستان کې د سيلانۍ او پانګونې لومړی نړيوال فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 15:13:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په ازبکستان کې د سيلانۍ او پانګونې لومړی نړيوال فورم د نومبر په ۱۹مه نېټه په پلازمينه تاشکندکې پرانيستل شو.د ۴۸ هېوادونو او سيمو څه باندې درې سوه پانګوالو، د سيلانيزو اورګانونو استازو او کارپوهانو پکې ګډون کړی و.

د دې فورم د تشکيلاتي کميټې د معلوماتو له مخې ازبکستان غواړي چې د دې فورم له لارې د دې هېواد د سيلانيزو بنسټيزو تأسيساتو جوړونه پرمخبوزي،په سيلانيزو چارو کې خدمتي سويه لوړه کړي او نړيوال سيلانيز مارک جوړ کړي.د دې ترڅنګ دوی پلان لري چې بهرنيو پانګوالو ته د موټلونو، سوداګريزو مرکزونو، د رخصتۍ د تېرولو لپاره سيمو، پارکونو، رسټورانټونو او سيلانيزو کمپونو په شمول څه باندې پنځه سوه پروژې معرفي کړي.

د خبر له مخې د دې فورم په موده کې به د ترکيې، چين، هند او روسيې په شمول د ځينو هېوادونو پانګوال له دې هېواد سره د سيلانيزې همکارۍ تړونونه او ياددښت لاسليک کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای