CRI Online

د اسرائيلو صدراعظم :د واکمن ګوند بحران ختم شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 15:31:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو د نومبر په ۱۹مه نېټه په پارلمان کې وويل چې د واکمن ګوند بحران ختم شوی دی.

د اسرائيلو رسنيو د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې نيتانياهو په همدې ورځ د پارلمان په مختلفو غونډو کې د ياد خبر اعلان وکړ.هغه وويل، خوشحاله يم چې د خپلو کوښښونو له لارې د حکومت د منحلولو مخه ونيول شوله.په هغه وخت کې چې امنيت حساس وي،د حکومت منحلول يو نامسؤلانه عمل دی.د اسرائيلو د ملت او خلکو امنيت د ساتلو لپاره به حکومت په پر له پسې توګه "معقول، مسؤلانه او کلک " عمليات تر سره کړي.

مخکې له دې نه د يهوديانو د کورنۍ ګوند مشر او د ښوونيزو چارو وزير نافتالي بينيټ د پارلمان په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان کړی و چې د ده په مشرۍ ياد ګوند به په ګډ حکومت کې پاتې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای