د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د نومبر په ۱۹مه نېټه د منځني ختيځ مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه عادي غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سوله ييزو خبرو اترو د بيا پيل لپاره کوښښ وکړي.
نوموړي وويل چې د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړو د حلولو بنسټيزه لاره ده.نړيواله ټولنه بايد د م م پر اړوندو پرېکړه ليکونو ټينګار وکړي او د ځمکې په بدل کې د سولې لاسته راوړلو د اصل او د عرب سوله غوښتنې پر بنسټ د منځګړيتوب هڅې زياتې کړي.اړوندې خواوې بايد په واقعي توګه د امنيت شورا د ۲۳۳۴ نمبر پرېکړه ليک پلی کړي ،په نيول شويو سيمو کې د استوګنځايونو جوړول ودروي،د فلسطينيانو کورونو او ملکيت له ويجاړولو څخه لاس واخلي او د عامو وګړو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.
ما جاو شيو وويل چې چين په دايمي توګه د منځني ختيځ د سولې بهير د چټکتيا لپاره کوښښ کوي او د قانوني ملي حقوقو د اعادې په اړه د فلسطينيانو د عادلانه چارو او د ۱۹۶۷ کال د سرحدي سيمې پر بنسټ د ختيځ بيت المقدس په پلازمينه د خپلواک فلسطين ملاتړ کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |