CRI Online

شي جين پينګ مانيلا ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 15:41:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۰مه نېټه مانيلا ته ورسېد او له فليپين څخه يې خپله رسمي ليدنه پيل کړه.

پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې سهار په ۱۱ بجو ۴۵ دقيقو رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې د مانيلا د اقوينو نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد.هغه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د فليپين حکومت او خلکو ته نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل.شي جين پينګ وويل چې چين او فليپين دوستانه ګاونډي هېوادونه دي. رودريګو دوتيرتي د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته

د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له امله د چين او فليپين ترمنځ دوستانه همکاريزه دروازه بيا پرانستل شوه چې د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې رسولې دي او د سيمه ييزې سولې،ثبات او سمسورتيا لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.هيله لرم چې د ليدنې په وخت کې د فليپين له مشرانو سره د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړو.باور لرم چې دغه ليدنه به د دوديزې دوستۍ د ټينګېدو،د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د پياوړتيا او د ګډ پرمختګ موخې د پوره کېدو او د چين او فليپين ترمنځ دوستانه اړيکو لپاره غښتلی خوځنده ځواک برابر کړي تر څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لازياتې ګټې ورسوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای