CRI Online

انتونيو ګوتريس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په سوله او همغږې فضا کې د بېلا بېلو کلتور لرونکو کسانو د ګډ ژوند لپاره ګټور شرايط برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 15:44:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د نومبر په ۱۹مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په سوله او همغږې فضا کې د بېلا بېلو کلتور او هويت لرونکو کسانو د ګډ ژوند لپاره ګټوراو مناسب شرايط برابر کړي تر څو دوی له سپکاوي او زورزياتي حالت څخه ووځي.

نوموړي د همدې ورځې په سهار د م م د مدنيتونو ټولنې د نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې دې ته اشاره وکړه چې په اوسنۍ نړۍ کې د بېلا بېلو کلتورونو، مذهبونو او هويتونو شتون لاهم په ځينو هېوادونو او سيمو کې د سختو مسئلو د رامنځته کېدو سبب شوی دی.هغه پردې ټينګار وکړ چې شخصيت يا د استوګنې سيمې بايد د بېلو هويتونو، نژادونو او کلتورونو له امله له حملو سره مخ نه شي .د ده په اند که له حملو سره مخ شي، دا به د منلو وړ نه وي او شرموونکې ده.

هغه هم غوښتنه وکړه چې د نازيانو د نويو ډلو او د يهوديانو ضد د بيا فعاليت کولو په هکله هوښيار او بېدار واوسي او نړيواله ټولنه بايد د ښځو او ماشومانو د سپکاوي او زور زياتي پېښو ته پاملرنه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای