CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان ځيني غړي هېوادونه غواړي چې تجارتي ساتنې ته قانوني جامه ور واغوندي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 17:57:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې په خپله نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې دا ځل د دود خلاف د مشرانو اعلاميه خپره نه شوه، دا د چين او د دې سازمان د اکثريت غړو د غوښتنې خلاف نتيجه ده.

ګنګ شوانګ وويل، د يادې غونډې د پايلې د سند په اړه په سلا مشورو کې د پام وړ ټکی د نړيوال تجارتي سازمان د پياوړتيا او اصلاحاتو په اړه تجارتي مسئله ده. اکثريت غړيو هېوادونو، په ځانګړي ډول پرمختيايي غړيو هېوادونو د څواړخيز تجارتي سيستم د ساتنې او د تجارتي ساتنې پر ضد د مقابلې غوښتنه کړې ده. خو ځينې هېوادونه پر دې ټينګار کوي چې په سند کې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره زيانمن محتويان ور زيات کړي چې دا کار د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان له اصل څخه سرغړونه ده او د بېلابېلو خواوو ګډې ګټې زيانمنوي. په ياده غونډه او سلامشورو کې د چين په شمول ډېرو غړيو هېوادونو د يادې کړنې په اړه مخالفه نظر څرګند کړ.

ګنګ شوانګ وويل، چين د سلامشورې له لارې د توپيرونو پر حل ټينګار کوي، د ګډې نظريې د ترلاسه کولو لپاره يې تر زياتې اندازې پورې هڅه کړې او خپل صميميت يې څرګند کړی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای