CRI Online

شي جين پينګ د فيليپين له ولسمشر رودريګو دوټيرت سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-20 21:34:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۰مه نېټه په مانيلا کې د فيليپين له ولسمشر رودريګو دوټيرت سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو په ګډه د دوه اړخيزو اړيکو راتلونکی پرمختګ طرحه کړ، مهمې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې او موافقه يې وکړه چې د متقابل درناوي، صميميت، برابرۍ، ګډو ګټو او همکارۍ پر بنسټ به د چين او فيليپين ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او فيليپين نژدې ګاونډيان دي، ښه ګاونډيتوب او همکاري د دواړو خواوو يوازينی مناسب انتخاب دی. له ښاغلي ولسمشر سره مې له دوو کلونو راهيسې شپږ ځله کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه مو د نظريو تبادلې کړې، ګډې نظريې او دوستۍ مو ټينګې کړې. چين هيله لري چې له فيليپين سره دوستي او همکارۍ پياوړې کړي، څو دواړه هېوادونه تل ښه ګاونډي او ملګري واوسي او په ګډه له پرمختګ او سمسورتيا څخه برخمن وي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او فيليپين ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو پرېکړه د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ له غوښتنې سره سمون لري. دواړه خواوې بايد د بېلا بېلو کچو تګ راتګ او متقابل ستراتيژيک اعتماد پياوړی کړي او د امنيت، پرمختګ او کلتور په شمول درېيو مهمو برخو کې همکارۍ ژورې کړي. چين د نشه يي توکيو د مخنيوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د فيليپين له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي او تر خپلې وسې پورې به ورسره مرستې وکړي. فيليپين د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د چين مهم ملګری دی، دواړه خواوې بايد د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، مخابراتو او کرهڼې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او فليپين په جنوبي سمندرګي کې پراخې ګډې ګټې لري، کولی شي چې د دوستانه سلامشورو او د توپيرونو د مخنيوي له لارې په سمندري چارو کې همکارۍ وکړي او د سيمه ييزې سولې او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره خدمتونه وکړي.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای