د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر دميتري پيسکوف د نومبر په ۲۰مه نېټه وويل چې که امريکا د منځني واټن بالستيک توغنديو له تړون څخه ووځي، ستراتيژيکي توازن به خراب شي. که امريکا دغه نظر بدل نه کړي، روسيه به د نړيوالو ستراتيژيو د توازن ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي.
د روسيي ټوډی ټلويزيون په شلمه نېټه د پيسکوف په قول وويل چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ۱۹مه نېټه دا تائيد کړی چې که امريکا د منځني واټن بالستيک توغنديو له تړون څخه ووځي، روسيه به ورته ځوابي تدبير غوره کړي. پيسکوف وويل چې د روسيې تدبير د خپل هېواد د امنيت او ګټو تامينولو په موخه دی، خو د تدبير مشخص محتويات نه دي ويل شوي.
پيسکوف زياته کړه چې روسيه لا هم غواړي د دغه تړون په هکله له امريکا سره خبرې اترې وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |