د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د نومبر په ۲۰مه نېټه د عامې روغتيا وزارت په قول خبر ورکړ، د همدې ورځې د ماښام په شاوخوا شپږو بجو او پنځلسو دقيقو د کابل په يو تالار کې يوه سخته چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ تنه ووژل شول او ۸۰ تنه نور ټپيان شول. د چاودنې په وخت کې په دې تالار کې ډېر وګړي د مذهبي مراسمو د نمانځنې په موخه راغونډ شوي وو.
د پېښې شاهدان وايي چې پوليسو د چاودنې پېښدو ځای ته د تګ رانګ عمده لارې تړلي دي.
په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې بريدونه رامنځته شوي او امنيتي وضعيت يې د خوشبيني وړ نه ښکاري. د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه داعش په کابل ښار کې پر يوې غونډې بريد وکړ او لږ تر لږه لسو تنو ته يې مرګژوبله واړوله. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |