CRI Online

پوتين : روسيه بايد د ځکمنيو او سمندري پوځونو د متوازن او دوامدار انکشاف ضمانت وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 10:36:40
پوتين : روسيه بايد د ځکمنيو او سمندري پوځونو د متوازن او دوامدار انکشاف ضمانت وشي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د نومبر په ۲۰مه نېټه وويل چې روسيه بايد د ځکمنيو او سمندري پوځونو د متوازن او دوامدار انکشاف ضمانت وکړي او ټول پټ ګواښونه دې له منځه يوسي.

د روسيې د ولسمشرۍ په ويبپاڼه کې خبر ورکړل شوی چې پوتين په همدې ورځ په سوچي ښار کې وويل، په دې وروستيو کلونو کې نړيواله اوضاع ارامه نه ده، د اوکراين په ختيځ کې وسله واله شخړه لا روانه ده او ناټو د روسيې په سرحد کې په دوامداره توګه پوځي پټ قوت پراخوي. نو په داسې حال کې روسيه بايد د ځکمنيو او سمندري پوځونو د متوازن او دوامدار انکشاف ضمانت وکړي او بايد هر ډول پټ ګواښ ليرې کړي.

پوتين له روسي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې په سوريه کې د جګړې کولو تجربې په کارولو سره خپل جنګي توان لا پياوړی کړي او په بېلا بېلو تمرينونو کې دې لا پيچلي سخت تمرينونه وکړي، برسير پر دې، ځمکنيو او سمندري پوځونو ته دې په پر له پسې توګه عصري وسلې او تجهيزات ورکړل شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای