CRI Online

روسيه پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال وروسته سپوږمۍ ته د خپل کيهان نورد د ختلو هيله ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 14:10:57

روسيه پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال وروسته سپوږمۍ ته د خپل کيهان نورد د ختلو هيله ترسره کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې خبري رسنيو د نومبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې يوه ورځ مخکې د نړيوال فضايي مرکز د شلمې کاليزې د لمانځنې په فعاليت کې د روسيې د انرژۍ، راکټ او هوانوردۍ شرکت په سپوږمۍ کې د خپلې اډې د ابادولو پلان نقشه خپره کړه. د دې پلان د يوې مهمې برخې په توګه، د دې هېواد کيهان نورد به تر ۲۰۳۰ کال وروسته سپوږمۍ ته وخېژي.

د روسيې تاس خبري اژانس د ياد شرکت د عالي رتبه مامور په قول خبر ورکړ چې په سپوږمۍ کې د روسي اډې جوړونه به په دريو مرحلو کې بشپړه شي او کيهان نورد به په سپوږمۍ کې ۱۴ ورځې پاتې شي.

د روان کال په مارچ مياشت کې د روسيې د هوانوردۍ شرکت اعلان وکړ چې روسيه به په راتلونکو دوو کلونو کې د سپوږمۍ ۲۵م نمبر څېړنيزه وسيله فضا ته وتوغوي او د سپوږمۍ د څېړنې په اړه د روسيې ۴ کلن ځنډېدلی پلان به بيا پيل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای