CRI Online

د چين او فليپين ترمنځ د اړيکو نوی پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 14:15:02

تر ديارلسو کلونو وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بيا له فليپين څخه ليدنه وکړه چې له دې کبله يې د چين او فليپين ترمنځ اړيکې نوي پړاو ته رسيدلې دي.رئيس شي جين پينګ د نومبر په شلمه نېټه د فليپين له ولسمشر دوټريټ سره خبرې اترې وکړې او په ګډه سره يې د دوه اړخيزو اړيکو په هکله پلان جوړ کړ او د دې ترڅنګ يې پرېکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې کړي.

په ۲۰۰۵ کال کې دواړو هېوادونو پرېکړه کړې وه چې د سولې او پرمختګ په موخه د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې کړي، خود جنوبي سمندرګي په شخړو کې له سيمې پرته د نورو هېوادونو د پارونکو کړووړو تر اغيزې لاندې په تېره بيا تر دې وروسته چې د فليپين پخواني حکومت په يوه اړخيزه توګه د جنوبي سمندرګي په تړاو د حکميت قضيه وړاندې کړې وه، په دوه اړخيزو اړيکو کې بدلونونه رامنځته شول او د يادو اړيکو د ټينګښت لپاره له هڅو او کوششونو څخه لاس په سر شو.

په ۲۰۱۶ کال کې ولسمشر دوټريت د ولسمشرۍ دندې تر پيل وروسته خپلواکه ديپلوماتيکه تګلاره غوره کړې چې له امله يې دواړه هېوادونه د جنوبي سمندګي مسئلې د حل وفصل لپاره د خبرو اترو مدار ته داخل شول. تر هغه وروسته رئيس شي جين پينګ له ولسمشر ډوټريټ سره شپږ ځلې ملاقاتونه کړي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې دوه اړخيزې اړيکې نوي پړاو ته رسيدلې دي.

د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په برخه کې د چين حکومت د ولسمشر دوټريټ له هغې دولتي اقتصادي ستراتيژۍ څخه ډېر ملاتړ کړی چې کليدي برخه يې لويه پيمانه لرونکی پلان دی .دغه پلان د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په تړاو ۷۵ پروژې لري او موخه يې په دې برخه کې د ابادۍ د پياوړتيا له لارې د دولتي اقتصادي پرمختګ موندل دي.د خبر له مخې د چين لوري د پانګونې او پورونو ورکولو له لارې يا په نورو لارو چارو په پروژو کې نيمه ونډه اخيستې. دوه کاله دمخه له بېجينګ څخه د ولسمشر دوټريټ د ليدنې په موخه کې دواړو هېوادونو د ۲۴ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت همکاريز تړون لاسليک کړ چې عمده برخه يې د بنسټيزو تأسيساتو له ابادۍ سره تړاو لري.

په اقتصادي پرمختيايي برخه کې د دوه اړخيزې همکارۍ د ټينګېدو ترڅنګ چين هم په امنيتي ساحه کې د دوټريت په مشرۍ د نشه يي توکو د مخنيوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو له چارو څخه ټينګ ملاتړ کړی او په پر له پسې توګه يې په کلتوري او فرهنګي برخه کې دوه اړخيزې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړې دي.

ولسمشر دوټريټ وويل چې له ۱۳ کلونو راهيسې د چين د دولت رئيس د لومړي ځل لپاره له فليپين څخه ليدنه کړې چې دا په تاريخ کې د اهميت وړ ده او د دوه اړخيزو اړيکو مهم پړاو هم دی.دواړه خواوې به د دې ليدنې له امله د خپلمنځيو همکاريو نوې پاڼه واړوي.هغه په ځانګړې توګه پر دې ټينګار وکړ چې فليپين موافقه کړې چې د سيمې پراته هېوادونه په ګډه په جنوبي سمندرګي کې سوله او ثبات وساتي.په نړيوالو چارو کې د چين حکومت سمه لار غوره کړې ، نو فليپين غواړي چې د م م په شمول څو اړخيز چوکاټ کې له چين سره د نظريو تبادلې وکړي او همغږي وکړي.

د دې اهميت له لحاظه له فليپين څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې له امله نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور پياوړی شوی او د دوه اړخيزو اړيکو لاپرمختګ موندلی دیبلکې په سمندري چارو کې د چين او جنوب ختيځې اسيا ټولنې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نژديوالي لپاره يوه نمونه هم جوړه شوې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای