CRI Online

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې په وياړ نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 14:39:35


يوه نندارچې د خپل انځور په لاس نيولو سره له انځورګر ربوټ "دا چيان" سره د ګډ انځور اخيستلو په حال کې. "دا چيان" د انسان د څېرو د پېژندلو د تخينکونو له لارې له درېو تر پنځو دقيقو پورې د انسان څېره انځورولی شي.

د چين په ملي موزيم کې د سترو اصلاحاتو په نامه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې په وياړ نندارتون روان دی. په دغه نندارتون کې ډېر عصري او نوې رسنيز تخنيکونه ښودل کيږي چې د نندارچيانو ډېره پاملرنه يې جلب کړې ده.


نندارچيان VR تخينک تجربه کوي


نندارچيان هغه ماشين ګوري چې د خلکو څېرې سکېن کوي او بيا د مختليفو مخونو له ځانګړنو سره سم ورته مناسبې سندرې زمزمه کوي.


۶۴ کلن سپينږيري هوانګ چنګ چو د ليکلو لپاره پر يوه ايلکترونيکي کاغد"改革开放" څلور چيني کليمې وليکلې . پر دغه ايلکترونيکي کاغد خط ليکل مشواڼۍ ته اړتيا نه لري او يوازې په ګوتو ترسره کيږي،د ليکلو په ورته وخت کې ليکل شوي توکي په يوې ايلکترونيکې پردې څرګنديږي او له خوندي کولو وروسته د کوډ سکېن کولو له لارې د موبايل فون په وسيله نورو ته ليږل کيدای شي.


انځورونکي ربوټ "دا چيان" د يوه نندارچي د څېرې د انځورولو په ترڅ کې


د VR تخنيک له لارې رښتينی چاپيريال تقليد کيدای شي. په دغه عکس کې نندارچيان د دغه ډول تخنيک له لارې له يوې جعلي پانډا سره لوبه کوي چې ايلکترونيکې پرده کې ليدل کيږي، خو نندارچيانو ته رښتينې معلوميږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای