د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني د ماليې وزير اولف سکولز د نومبر په ۲۰مه نېټه په اخطار سره وويل چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل به د جرمني او د اروپايي ټولنې اقتصاد ته خطرونه ورسوي.
نوموړي په همدې ورځ د جرمني په فدرالي پارلمان کې وويل، جرمني به په راتلونکو څو کلونو کې له څو خطرونو سره مخ شي او پکې ځيني خطرونه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا له وتلو سره اړه لري. نو موږ بايد له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه د يو ښه تړون د لټولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړو.
نوموړي زياته کړه، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا تر وتلو وروسته به د اروپايي ټولنې په اقتصادي توازن کې د يورو سيمې د هېوادونو اقتصادي توازن ۸۵ سلنه ونيسي. نو هغه د فرانسې د اقتصاد او ماليې وزير سره يو لړ پلانونه ټاکلي چې اروپا د يو ثابت ميکانيزم له لارې پرمختګ وکړي او د پيسو يو صندوق به جوړ کړي او د يورو سيمې ستونزې لرونکو هېوادونو ته به مرستې برابرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |