CRI Online

په چين کې دوه سوه اويا مليونه کسان د يخ لوبې تجربې لري

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 16:13:07

په چين کې دوه سوه اويا مليونه کسان د يخ لوبې تجربې لري

د چين د ځوانانو ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د يخ لوبو فېستيوال د نومبر په ۲۰مه نېټه د چين په ژن مين پوهنتون کې پرانيستل شو. د دې فېستيوال د يوې مهمې برخې په توګه په ټول هېواد کې په يخ لوبو کې د ګډون کوونکو سروې هم خپره شوه.

د دې سروې له مخې، په چين کې دوه سوه اويا مليونه کسان د يخ لوبې تجربې لري چې دغه شمېر د چين د عمومی نفوس ۲۴سلنه نيسې او د چين هغه ټاکل شوې موخه نږدې ترسره شوې چې په يخ لوبو کې بايد د برخوالو شمېر درې سوه مليونو تنو ته ورسېږي. په بېلا بېلو سيمو کې د وګړيو د ګډون سويې بېلې دي، په پنځو هغو ولايتونو کې چې يخ لوبه پکې دود ده، د وګړيو د ګډون اندازه نږدې ۵۰ سلنه ده، خو په جنوبي ولايتونو کې يوازې شل سلنه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای