د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په يووېشتمه نېټه په مانيلا کې د دغه هېواد د استازو جرګې له مشرې ګلوريا ماکاپاګال ارويو او د مشرانو جرګې له مشر ويسنټ سوټو درېيم (Vicente Sotto III
) سره وکتل.
له دوی سره په ليدنه کې شي جين پينګ وويل، د فليپين خلک د چينايانو ښه دوستان دي او په اوږده موده کې يې د چين او فليپين تر منځ د دوستۍ د ټينګېدو لپاره زيات خدمتونه کړي دي. پرون ما او ولسمشر رودريګو دوټريټ په دې موافقه وکړه چې د چين او فليپين تر منځ د همکارۍ هر اړخيزي ستراتيژيکي اړيکې جوړې شي. موږ بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو، کلتوري تګ راتګ زيات کړو، د چين د جنوبي سمندر مسئله په مناسب ډول حل کړو او د ګډ پرمختګ په بنسټ ښه ګاونډيتوب وساتو او يو له بل سره همکارۍ وکړو.
ارويو او سوټو له فليپين څخه د شي جين پينګ د ليدنې هرکلی وکړ او و يې ويل، اوس دوهم بل وخت په پرلکه د فليپين او چين تر منځ اړيکې ډېرې ښې دي. چين د اقتصادي پرمختګ په ساحه کې د فليپين تر نورو مهم همکار هېواد دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |