CRI Online

ټرمپ : د امريکا او سعودي عربستان تر منځ متحدانه اړيکې به بدلې نه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 16:28:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، کيدای شی چې موږ د سعودي عربستان د خبريال جمال خاشقجي د وژنې په پوره حقيقت پوه نه شو، خو د امريکا او سعودي عربستان تر منځ د ملګرتيا اړيکې به هيڅکله بدلې نه شي.

هغه په همدې ورځ د يوې شخصي اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا د خاشقجي د وژنې په باب پر اوولسو شکمنو کسانو بنديزونه لګولي دي، خو د سعودي عربستان پاچا او شهزاده په دې پېښه کې د لاس لرلو تورونه په ټينګه رد کړي دي. پروسږ کال سعودي عربستان پرېکړه کړې وه چې په امريکا کې به د۴۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي چې له دې جملې څخه ۱۱۰ مليارډه امريکايي ډالرو په ارزښت وسله به واخلي. امريکا به له سعودي عربستان سره تجارتي تړونونه لغوه نه کړي. برسيره پر دې، سعودي عربستان د نفتو برابرولو د دوهم لوی هېواد په حيث د نفتو د ثابتې بيې په برخه کې له امريکا سره مثبتې همکارۍ وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای