CRI Online

وانګ يي د روانې مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د رئيس شي جين پينګ د سفر په اړه معلومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 16:52:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روانې مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اېپيک د مشرانو په ۲۶مه غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ او له پاپوا نوې ګينې، بروني او فيليپين څخه يې رسمي ليدنې وکړې او په پاپوا نوې ګينه کې يې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو له مشرانو سره ګډ ملاقات وکړل. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د شي جين پينګ د دغه سفر د پای ته رسېدو په درشل کې خبريالانو ته په دې اړه معلومات ورکړل.

وانګ يي وويل، چې رئيس شي جين پينګ په دې سفر کې د اېپيک له غړو سره د سيمه ييز اقتصادي يووالي د لارو چارو په اړه سلامشورې وکړې، د جنوب ختيځې اسيا له ګاونډيو هېوادونو سره يې د ستراتيژيکې همکارۍ نقشه طرحه کړه او د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره يې د دواملرونکي پرمختګ پلان جوړ کړ.

لومړی، د ورخلاصون او ټول شموليت پر لوري د نړۍ او اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ لوری ټاکل شوی.

وانګ يي وويل، چې د غونډې برخوالو مشرانو د رئيس شي جين پينګ پېشنهادونو ته مثبت غبرګون ښودلی او د څو اړخيزم او څو اړخيز سوداګريز سيستم له ساتلو څخه ملاتړ او له ساتوونکې غوښتنې سره يې مخالفت څرګند کړی.

دوهم، د چين او بروني ترمنځ او د چين او فيليپين ترمنځ د اړيکو کچه لوړه شوې.

وانګ يي وويل، چې برونی او فيليپين له چين سره د سمندر پر غاړه دوستانه ګاونډي هېوادونه دي. د چين او بروني ترمنځ اړيکې له تېرو کلونو راهيسې د مشرانو ترمنځ د ديپلوماتيک تګ راتګ په رڼا کې د تېر تاريخ په پرتله لا ډېرې ټينګې شوې، د چين او فيليپين ترمنځ اړيکې له ستونزو څخه تېرې شوې او چټک پرمختګ يې موندلی. د رئيس شي جين پينګ سفر د چين او يادو دوو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته د پرمختګ مهم فرصتونه برابر کړي.

درېيم، د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره د چين اړيکې لا ټينګې شوې.

وانګ يي وويل، دې سفر دا څرګند پيغام وړاندې کړی چې چين به د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو په مشول له پرمختيايي هېوادونو سره پر همکارۍ او يووالي ټينګار وکړي، دا د چين دايمي ستراتيژيک انتخاب دی.

څلورم، د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د چين دايمي اراده څرګنده شوې.

شي جين پينګ د دغه سفر په ترڅ کې په خپلو ويناوو، غونډو او کتنو کې د چين د اصلاحاتو او پرمختګ پلان بيان کړ، د نوي پړاو د ورخلاصون په اړه يې د چين اراده څرګنده کړه او د نورو هېوادونو له مشرانو سره يې د حکومتوالۍ تجربې شريکې کړې، څو بېلا بېلې خواوې د چين د راتلونکي پرمختګ په اړه مثبت نظر ولري او د چين د پرمختګ افکار ومني.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای