CRI Online

هيله لرم چې په راتلونکی کې به د چين فوټبال د کاميابۍ لپاره خپل کوښښونه ادامه ورکړم

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 17:16:40

د برازيل د ريوديجينيرو ايالت د باررا ناحيه د دفتر ودانۍ د داريو ليونارډو کونکا شخصي افتخاري کوټه کې د چين غوره ليګ د اتلولۍ مډالونه، د اسيا ګډ ليګ د اتلولۍ مډالونه او ډېرو غوره لوبو د لوبغاړو د جايزې کپونه شته.

په چين کې له نيم کال ژوند کولو وروسته به ژر امريکا ته ولاړ شي، کونکا د چين د سينهوا اژانس له خبريال سره د چين او خپل ننني ژوند په اړه خبرې اترې وکړې.

کونکا خبريال ته وويل چې زه به تل په چين کې داسې وختونه په ياد وساتم، ځکه چې دا ټول ډېر ښکلي وختونه وو. خو کله چې کونکا لومړۍ ځل چين ته راغلی و، هغه د چين له ژوند سره عادت نه درلود، ځکه هغه له خپلو ملګرو سره خبرې اترې نه شوای کولای او د چين او جنوبي امريکا د ژوند حالاتو تر منځ زيات توپيرونه شته، هغه چين ته رسېدو تر ۳ ورځې وروسته لږ څه په جنوبي امريکا پسې خپه او بېرته يې زړه غوښتل لاړ شي.

د هغه لا اوس هم په ياد دي چې کله هغه د چين ګوانګ جو ښار ته ورسېد، د هغه ملګري هغه ته ګرمی اوبه ورکړې، هغه ډېر حيران شو ځکه په ګوانګ جو کې هوا ګرمه ده او هغه نه پوهېده چې ولې دلته خلک ګرمې اوبه څښي؟

خو چينايان له دوستۍ ډک خلک دي او هغه ژر په خپله خوښه په فوټبال تمرکز وکړ. هغه وويل چې فوټبال زما د ژوند يوه برخه ده او زما هيله ده. زه چې کله ماشوم وم او غوښتل مې د فوټبال يو لوبغاړی شم، وروسته په رښتيا سره د فوټبال يو لوبغاړي شوم او د ډېرو کلونو لپاره د لوبغاړي دپاتې کېدو توان لرم. زه ډېر خوشحاله يم او ډېرې خاطرې لرم. د فوټبال لاره اسانه نه ده، خو نيکه مرغه يم او ډېر مينه وال لرم.

په چين کې د خپل دوه کلن ژوند په اړه هغه وويل چې په چين کې مې له دوه برياليو ټيمونو سره کار کړی او په دوه ښکليو ښارونو کې مې ژوند کړی. د ژوند اسانتيا په برخه کې زه له شانګهای سره مينه لرم خو د هوا په برخه کې مې بيا ګوانګ جو خوښيږي. زما ماشومان يو په ګوانګ جو کې زېږېدلی او بل په شانګ های کې زېږېدلی دی. زما کورنۍ له چين سره ځانګړې مينه لرو او زما ماشومان نورو ته وايې چې دوی چينايان دي.

کونکا د چين له شانګهای څخه لاړ او بېرته د برازيل ريوديجينيرو ته ستون شو. هغه د ارجنټاين دی خو هغه په برازيل کې له خپلې مېرمن سره پېژندلي دي او ريوديحينيرو د ده فوټبال د ښه والي په وخت کې د ده د ژوند ځای و.

يوه مياشت مخکې کونکا د امريکا د لوی ليګ له اوستين يو ټيم سره قرارداد لاسليک کړی. که څه هم ياد ټيم په ۲۰۱۷ کال کې تازه جوړ شو، خو کونکا په ياد ليګ کې ګډون کړی دی.

اوس کونکا تل تمرين کوي او خپل حالات ساتي. هغه وويل چې په ريوديجينيرو کې له ماشومانو سره له وخته خوند اخلم او دلته لمر او ساحل ډېر خوندور دی. خو زما لپاره لومړی مهم تمرين دی ځکه زه غواړم ښه پايلی تر لاسه کړم او زه ډېر خوښ يم چې له فوټبال څخه د خپل د ژوند زړه پورې وخت په توګه ګټه واخلم.

د فوټبال په روزنه سر بېره کونکا په ريوديحينيرو کې هم ټينس لوبه کوي او د ټنيس په يوه سيالۍ کې يې اتلولي هم تر لاسه کړې.

کونکا وويل چې هغه به په امريکا کې لږ څه وخت پاتې شي او وروسته که اړتيا وه هغه غواړي بيا هم چين ته لاړ شي.

د کونکا په اند، د چين فوټبال له تېرو کلونو راهيسې پرمختګ کړی خو وخت ته لا هم اړتيا لري. هغه وويل چې په ۲۰۱۱ کال کې چين ته راغلی وم، د چين فوټبال په اړه مې معالومات نه لرل او بهرنيانو هم د چين فوټبال په اړه ډېر معالومات نه لرل. خو اوس د چين فوټبال ډېر پرمختګ موندلی دی او په چين کې زياتره کسان له فوټبال سره مينه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای