CRI Online

د چين استازي: د نړيوال سوداګريز سازمان اصلاحات بايد د سوداګرۍ ساتنې له غوښتنې او يو اړخيزم سره ټينګ مخالفت وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-21 19:15:47

د سين هواژانس د خبر له مخې، په نړيوال سوداګريز سازمان کې د چين دايمي استازي جانګ شيانګ چن د نومبر په ۲۰مه نېټه په ژنيو کې وويل چې د نړيوال سوداګريز سازمان اصلاحات بايد د سوداګرۍ ساتنې له غوښتنې او يو اړخيزم سره ټينګ مخالفت وکړي، په نړيوال چوکاټ کې د سوداګرۍ د ازادېدلو او د پانګونو د اسانولو بهير د پرمخبيولو هڅونه دې وکړي، په غير تبعيضانه اصولو دې ټينګار وکړي او دپلوماتيکې رويې دې پراخې کړي.

هغه وويل چې هر نړيوال سازمان بايد د زمانې د روانېدو سره سره پرمختګ ومومي او نړيوال سوداګريز سازمان هم داسې دی. خو اصلاحات بايد ګام په ګام تر سره شي، اوسمهال تر ټولو بيړني کارونه دا دي چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د توپيرونو د حلولو ميکانيزم دې ژر بيا اعاده شي او د کب نيولو په چارو کې د مالي مرستې د تړون په هکله د خبرو اترو او د برېښنايي سوداګرۍ، د پانګونو د اسانولو او د منځنيو او کوچنيو تصديو په شمول مسئلو ته دې پرمختګ ورکول شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای