CRI Online

د افغانستان ولسمشر له طالبان څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د هېواد د سولې په بهير کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-23 10:42:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د نومبر په ۲۲ مه نېټه په خپله وينا کې له طالبان څخه وغوښتل چې له زورزياتی عملونو څخه لاس واخلي، ژر تر ژره د سولې په بهېر کې ګډون وکړي او په ګډه د هېواد د دايمي سولې لپاره کوښښ وکړي.

د مالوماتو له مخې، ولسمشر غني په همدې ورځ له خبريالانو سره په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې افغانان ازاد او مساوي ژوند ته اړتيا لري، افغان حکومت د يوې ثابتې او ټول شموليت ټولنې د جوړونې لپاره کوښښ کوي او د ديموکراسۍ تر سره کېدل د زورزياتيد پای ته رسولو په برخه کېلومړنی لاره ده.

څو ورځې مخکې په کابل کې د شوي بريد په اړه غني وويل چې که څه هم طالبانودغه پېښه وغندله، خو يوازې غندل بسنه نه کوي. طالبان بايد په هېواد کې بريدونه پای ته ورسوي او د هېواد د سولې په بهير کې ګډون وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای