CRI Online

په های نان ولايت کې د چين د ازادې سوداګرۍ د ځانګړي بندر ابادول به د نوي پړاو د ورخلاصون د پرمخبيولو لپاره ګټور وي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-23 15:45:28

د چين د نړيوالې اقتصادي تبادلې د مرکز په کوربتوب يوسل او ديارلسمه مياشتنۍ غونډه د نومبر په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د غونډې برخه والو کارپوهانو په اند په های نان ولايت کې د چين د ازادې سوداګرۍ د ځانګړي بندر ابادول به د نوي پړاو د ورخلاصون د پرمخبيولو لپاره ګټوره وي. د های نان ولايتي حکومت بايد په راتلونکې کې خپل اداري توان،نظامونه او د نړيوالې شبکې جوړونه پياوړې کړي او په نړۍ کې د ورخلاصون د نوي مرکز د ګرځولو لپاره دې هڅې وکړي.

د روان کال په اکتوبر کې د چين په های نان کې د ازادې سوداګرۍ د ځانګړې ازمويښتې سيمې په تړاو عمومي لايحه خپره شوه چې له مخې به يې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د های نان ولايتي حکومت د ازادې سوداګرۍ لوړ معيار او کيفيت لرونکې ازمويښتي سيمه اباده کړي او په ثابت ډول به په دې ولايت کې د ازادې سوداګرۍ بندر د جوړولو لپاره هڅې وکړي.په دې لايحې کې راغلي چې په راتلونکې کې به ياد ولايت د ارام سمندر او د هند بحر پر مخ د چين د ورخلاصون يوه مهمه دروازه،د چين د ايکولوژيکي مدنيت ازمويښتې سيمه ،د نړيوالې سيلانۍ مصرفي مرکز او د چين د سترو ستراتيژيکو خدمتونو د ضمانت سيمه وګرځي.

د کارپوهانو په اند دغه ولايت چې اقتصادي بنسټ يې نسبتأ کمزوری دی او بازاريې ښه پرمختګ نه دی موندلی او د ورخلاصون سويه يې هم لوړه نه ده،د ازادې سوداګرۍ او اړوند بندر د ابادۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.د ياد مرکز د لومړۍ کچې څېړونکي جانګ يان شنګ وويل چې که څه هم های نان ولايت د دغه بندر د ابادۍ په برخه کې د نړيوال کېدو له ننګونو سره مخ دی خو د نوي صنعتي انقلاب او د اداري توان د پياوړتيا له امله به اړوند فرصتونه تر لاسه کړي.نو د هاې نان ولايتي حکومت چارواکي بايد فکر وکړي چې څنګه د ازادې سوداګرۍ بندر د ابادۍ په بهيرکې له ننګونو سره د مقابلې ترڅنګ فرصتونه ونيسي. هغه وويل(اواز............) د های نان ولايتي حکومت بايد د هېواد په دننه او بهر له غوره پوهنتونونو او استعداد لرونکو کسانو، په مستقيمه توګه د پيسو راغونډولو له اورګانونو،د نوښت په تړاو له ښو تصديو او غوره تخنيکي مؤسسو سره همکارۍ وکړي او د شانګهای او هانکانګ په څېر معيارونه دې غوره کړي.د دې ترڅنګ دوی بايد د عصري خدمتونو،سيلانۍ،طب، د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې او د عصري تخنيکونو په شمول ډېرو چارو ته پرمختګ ور کړي او په نورو هېوادونو کې خپل تخنيکونه او توليدات نندارې ته د وړاندې کولواو په نندارتونونو کې د ګډون لپاره دې هڅې وکړي او دغه راز د درېيمې خواوې بازار د پراخوالي لپاره دې د فعاليتونو کوربه هېواد په ځانګړې توګه له امريکايي، جاپاني او اروپايي تصديو سره يو ځای همکارۍ وکړي تر څو په نړۍ کې د ګټو د شريکولو پر بنسټ نوی برابرونکی ځنځير جوړ شي.

د ياد مرکز د بېلا بېلو چارو پلانونو د جوړولو څانګې د څېړونکي مرستيال لي فنګ هم وړانديز وکړ چې دا په دې بندر کې ډېره مهمه ده چې د باکيفته پرمختګ په مرکز د پانګونې نظام او د نړيوالو پولي چارو پرمختګ په مهمه برخه پولي نظام جوړ شي. هغه وويل(اواز............) مونږ بايد خپل بازار ته د بهرنيو پانګوالو د داخلېدو لپاره لوړ معيار لرونکی نظام غوره کړو او د پولي چارو، د چاپيريال ساتنې، ترانسپورټي ليږ راليږد او هوايي دهليز په برخو کې دې د بهرنيو پانګوالو په مقابل کې محدوديتونه لېری کړو او په عين وخت کې دې د ونډو اخيستلواو اداري چوکاټ په تړاو محدوديتونه هم له منځه يوسي او د سوداګريز چاپيريال په برخه کې تر ډېرې اندازې پورې د سوداګرۍ د ثبتولو پروسه رالنډه کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای