د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روانې میاشتې په ۲۳ نیټه د افغانستان حکومت یو مامور خبر ورکړ چې په همدې ورځ د خوست ولایت په یو جومات کې ځانمرګي چاودنه وشوه چې ۱۲ تنه یی وژلي او ۳۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړي کس هم وویل چې یاد برید په همدې ورځ د غرمې په یوه نیمه بجه پیښ شو او نوموړی جومات د ملي اردو په یو کمپ کې موجود دی. د مرګ ژوبلې اکثر کسان د ملي اردو عسکر دي. ځینو شاهدانو وویل چې دا یو ځانمرګی برید و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |