CRI Online

د م م سرمنشي په پاکستان کې د دوو بریدونو غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-24 16:38:03

د م م سرمنشي په پاکستان کې د دوو بریدونو غندنه وکړه

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونیو ګوتیریس د روانې میاشتې په ۲۳ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په همدې ورځ په پاکستان کې د دوو ترهګریزو بریدونو غندنه وکړه.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې سرمنشي ګوتیریس په کراچي کې د چین پر کنسولګرۍ باندی برید او په شمال لویدیځ یو بل برید وغانده، د وژل شويو کسانو کورنیو ته یې د همدردۍ مراتب څرګند کړل او هیله یې وښوده چې ټپیان ژرترژره روغ جوړ شي. هغه په عین وخت کې د پاکستان له حکومت او خلکو سره غمشریکي وکړه او ویې غوښتل چې اړوندو مجرمینو ته له قانون سره سم جزا ورکول شي.

په همدې ورځ د پاکستان د شمال لویدیځ په اورکزۍ سیمه کې یو ځانمرګي برید پیښ شو چې ۲۵ تنه پکی وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای