CRI Online

د امنیت شورا په کراچي کې د چین پر کنسولګرۍ د برید په اړه خپل دریځ ځرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-25 16:33:05

د امنیت شورا په کراچي کې د چین پر کنسولګرۍ د برید په اړه خپل دریځ ځرګند کړ

د م م د امنیت شورا نوبتي رئیس او په م م کې د چین دایمي استازي ما جاو شیو د روانې میاشتې په ۲۴ مه نېټه په نیویارک کې خبرې وکړې او په کراچي کې د چین پر کنسولګرۍ د برید سخته غندنه یې وکړه.

د امنیت شورا غړو د هغه برید سخته غندنه وکړه چې د همدې میاشتې په ۲۳ مه نیټه په کراچي کې د چین پر کنسولګرۍ شوی دی چې په نتیجه کې یې دوه محلي پولیس او دوه عام وګړي وژل شوي دي.

په همدی وخت کې د امنیت شورا هغه برید هم وغانده چې په همدې ورځ د خیبر پښتونخوا په یو بازار کې رامنځته شوی چې په نتیجه کې یې ۳۵ تنه وژل شوی او لس ګونه تنه نور ټپیان شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای