CRI Online

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون منظور شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-26 15:33:19

د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو مشرانو د نومبر په۲۵ نېټه په بروسيل کې د اروپايي ټولنې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې په رسمي توګه له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون منظور کړ. د بهرنيو افکارو په اند له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په هکله د دواړو خواوو تر منځ څه دپاسه يو کال خبرو اترو کې يو پړاويز پرمختګ ته رسيدلی دی او له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په چارو کې به واقعي پرمختګ رامنځته شي.

په همدې ورځ له بريتانيا پرته د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو مشرانو د دې ټولنې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو د تړون په هکله سنجش او رايګيرې تر سره کړې. د اروپا د شورا رئيس ډونالډ توسک وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې د اروپايي ټولنې تازه پرېکړه اعلان کړه. د اروپا شورا نن د اروپايي ټولنې او د اروپا د اټومي انرژۍ له ګډې ټولنې څخه د وتلو تړون منظور کړ. پر دې اساس د اروپا شورا د اروپايي ټولنې د کميټې په شمول له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې اړين تدبيرونه غوره کړي تر څو دغه تړون د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۳۰مه نېټه نافذ شي او بريتانيا په منظمه توګه له اروپايي ټولنې څخه ووځي.

د دغه تړون له مخې بريتانيا بايد اروپايي ټولنې ته د ۳۹ مليارډ بريتانوي پونډو په اندازه د وتلو لګښت ورکړي او د راتلونکي کال په مارچ کې له اروپايي ټولنې څخه له وتلو وروسته د يوويشتو مياشتو انتقالي موده ترتيب کړي چې په دې ترڅ کې به بريتانيا لا هم د اروپا په ګډ بازار او د اروپايي ټولنې د ګمرکاتي مالياتو په ګډه ټولنه کې پاتې وي او د تجارت د بی ګمرکاتي مالياتو ګټه شريکه کړي. په تړون کې پر دې ټينګار شوی چې بريتانيا او اروپايي ټولنه به ازاده تجارتي سيمه اباده کړي.

توسک وويل چې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو مشرانو د بريتانيا او اروپايي ټولنې تر منځ د راتلونکي کال د اړيکو اعلاميه منظور کړه چې بيا يې دا تائيد کړې چې اروپايي ټولنه غواړي په راتلونکې کې له بريتانيا سره د دوستانه همکاريزو اړيکو د ساتلو ټينګ هوډ وساتي. په دغو دوو سندونو کې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون د قانون له مخې د محدودولو توان لري.

د پاملرنې وړ خبره ده چې که څه هم اروپايي ټولنې په رسمي توګه له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون منظور کړ، خو دا يوازې د اروپايي ټولنې لپاره دغه چارې يو پړاو ته رسيدلې دي، او دغه تړون بايد د بريتانيا په پارلمان کې تصويب شي، بريتانيا به په پای کې له اروپايي ټولنې څخه ووځي. اوس د بريتانيا زياتو ګوندونو څرګنده کړې چې په پارلماني رايګيرۍ کې به له دغه تړون سره د مخالفت رايې ورکړي.

په دې هکله د اروپايي ټولنې د کمېټې رئيس ډونالډ توسک په مطبوعاتي غونډه کې له بريتانيا څخه غوښتنه وکړه چې د دغه تړون ملاتړ وکړي. له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل د خپګان شيبه ده، خو دغه تړون تر ټولو د عملي کېدلو امکانات لري. زه هېله لرم چې د بريتانيا د پارلمان په ولسي جرګه کې اړوند چارواکي فکر وکړي چې دغه تړون د بريتانيا او اروپا لپاره تر ټولو ښه تړون دی، دا هم يوازينی تړون دی چې عملي کيدای شي.

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په هکله د څه دپاسه يو کال لپاره خبرو اترو کې د اروپايي ټولنې د خبرو اترو لومړي استازي ميچيل بارنير څرګندونې د پاملرنې وړ دې. په همدې ورځ هغه وويل چې هره نظريه چې ګواکي دغه تړونبه لغوه شي او يا به بيا خبر اترې ورباندې وشي، له واقيعتونو سره سمون نه لري. هغه په تلويحي ډول وويل چې بريتانيا دې مسېوليت ومني.

دغه تړون اوس بايد منظور شي او هر څوک بايد خپل مسئوليت ومني. موږ به له بريتانيا سره د ملګري، دوست او همکار په توګه اړيکې وساتو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای