د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د فراه په ولايت کې د نومبر په ۲۵مه نېټه ماښام مهال د ځايي پوليسو پر کاروان باندې يو بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۱۷تنه پوليس وژل او ۵تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان ټايمز ورځپاڼې په ۲۶مه نېټه د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت په قول خبر ورکړ چې بريد د فراه ولايت د لاش جوين په ولسوالۍ کې پيښ شوی چې مړه او ټپيان ټول ځايي پوليس دي. امنيتي څانګې د بريد ځای ته مرستندويه پوځ ليږلی دی او ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په دغه بريد کې د دغې سيمې د پوليسو مسئول هم وژل شوی دی او دغه راز يو شمېر نور پوليس له بريد وروسته ورک شوي چې تر اوسه مالومه نه ده چې ژوندي يا مړه دي.
د افغانستان طالبانو د دغې پيښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
د روان کال راهيسې طالبانو د افغانستان په مختلفو سيمو کې بريدونه تر سره کړي چې سختې مرګژوبلې يې اړولې دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستيو ورځو کې د يوې وينا په ترڅ کې يو ځل بيا له طالبانو څخه دې غوښتنه وکړه چې له زورزياتي څخه لاس واخلي او ژر تر ژره دې د افغانستان د سولې له بهير سره يو ځای شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |