CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: هر هغه عمل چې د چين او پاکستان دوستۍ ته زيان رسول غواړي بريالۍ به نشي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-27 20:48:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چپن د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په ۲۷ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې هر هغه ډول کړنه چې غواړي د چين او پاکستان دوستۍ ته زيانو رسوي، بريالۍ به نشي. چين به د پاکستان په کراچۍ کې پر چيني قونسلګرۍ د شوي بريدپه اړه له پاکستان سره نږدې د نظر تبادلې وساتي، موږ باوري يو چې پاکستان د خپلو کورنيو چارو د امنيت او ثبات ساتلو توان لري اوټينګ تدبيرونه ونيسي او په دغه هېواد کې به چيني ګټې او چينايانو او چيني ادارو امنيت هم وساتي.

د پاکستان د حکومت د پلټنې له مخې، د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه په کراچۍ کې د چين پر قونسلګرۍ شوي بريد يوه ترهګريزه پېښه وه. د ياد بريد له امله دوه پاکستاني پوليس وژل شوي، دوه پاکستاني امنيتي کارکوونکي ټپيان شوي او دوه عام وګړي ووژل شول. د دغه بريد ۳ تر سره کوونکي هم مړه شوي دي.ګنګ شوانګ د خبريالانو اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې تر پېښې وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان په کراچۍ کې د چين قونسلګرۍ ته ټليفون وکړ او د چيني کارکوونکو د حال او احوال پوښتنه يې وکړه. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له پېښې وروسته ډېر ژر د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره تليفوني خبرې اترې وکړې، د اړوندو حالاتو له څرګندېدو وروسته يې د يادې پېښې سخته غندنه وکړه. د پاکستان بېلا بېلو ګوندونو او ټولنو بېلا بېلو لارو چين سره خواخوږي څرګنده کړه. پاکستان څرګنده کړه چې دغه هېواد به په پوره توګه په دې اړه پلټنه وکړي او په دغه هېواد کې د چيني ادارو، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز او د چينايانو امينت ساتل به پياوړي کړي.د م م امنيت شوراهم د دغه بريد سخته غندنه وکړه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای