د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناټو ځواک د نومبر په اووه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ په غزني ولايت کې چاودنه وشوه چې له امله يې ۳ امريکايي سرتيري ووژل شول او ۴ تنه نور ټپيان شول.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه چاودنه د غزني ولايت مرکز غرني ښار ته په نژدې سيمه کې پېښه شوه.
د امريکا د دفاع وزارت د شمېرنې له مخې، د سږ کال له پيل څخه تر اوسه پورې، په افغانستان کې ۱۰ تنه امريکايي سرتيري وژل شوي او ۱۰۷امريکايي سرتيري ټپيان شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |