CRI Online

د چين او پورتګال د رسنيو ترمنځ خبرې اترې په ليسبون کې ترسره شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-29 10:24:14

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به له څو ورځو وروسته له پورتګال څخه رسمي ليدنه وکړي او دغه ليدنه به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ډېر ارزښت ولري. په نوې زمانه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ رسنيزې همکارۍ څنګه پرمختګ وکړي؟

د چين او پورتګال د رسنيو ترمنځ خبرې اترې د نومبر په ۲۶ مه نېټه د چين سي ام جي يعنې د چين مېډيا ګروپ او د پورتګال د اطلاعاتو ټولنې په کوربه د پورتګال په پلازمينه ليسبون کې ترسره شوې. په دغو خبرو اترو کې د چين د خلکو ورځپاڼې، سينهوا اژانس، سي ام جي ( د چين مېډيا ګروپ)، ګوانګ مينګ ورځپاڼې، اقتصاد ورځپاڼې او د پورتګال د اطلاعاتو ټولنې،د پورتګال ار ټي پي (radio and television of Portugal, RTP) په ګډون د چين او پورتګال د مهمو رسنيو استازو ، همداراز د برازيل د اطلاعاتو ټولنې، د انګولا هېواد د انګولا ورځپاڼې په ګډون د پورتګالي ژبې ويوونکو هېوادونو د رسنيزو ارګانونو استازو په پرمختيايي لارو چارو، ستراتېژيو او تګلارو ، دغه راز د محتوياتو ، کاپي رايټ او تخنيکونو په برخو کې په خپلمنځي همکاريو بحثونه وکړل.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو ادارې مرستيال رئيس او د يادې کمېټې د تګلارو د څېړنيز دفتر مرستيال وانګ شياو هوی د چين او پورتګال ترمنځ د رسنيزو همکاريو د پياوړتيا په اړه وړانديزونه وکړل او ويې ويل:

((لومړی، موږ دې په ښه توګه د اطلاع رسونې کارونه ترسره کړو او د دواړو هېوادونو له اړيکو څخه دې د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړو. هيله ده چې د دواړو هېوادونو رسنۍ يو د بل هېواد په اړه زيات رپوټونه خپاره کړي څو د خلکو ترمنځ متقابل پوهاوی زيات شي. دويم، بايدد مهمو او لويو موضوعاتو په اړه د خپلو دريځونو د خپرولو په برخه کې دې يو له بل سره مرستې وکړو. درېيم ، بايد خپلمنځي همکارۍ ژورې کړو څو د دواړو هېوادونو د رسنيو د اطلاع رسونې وړتيا او اغېزې تقويه شي.))

د پورتګال د وزيرانو شورا د رسنيزو تګلارو د ادارې مشر سيرجيو سيلوا د دواړو هېوادونو ترمنځ رسنيزې همکارۍ ډېرې ارزښتناکې وبللې او ويې ويل:

((له چين سره د پورتګال دوستانه اړيکې د تاريخ په اوږدو کې دوام لري. رسنيو د دواړو هېوادونو د اړيکو په نژدې کولو کې مهم رول لوبولی ، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ رسنيزې همکارۍ ډېرې ارزښتناکې دي.))

د هېوادونو ترمنځ اړيکې د خلکو د دوستۍ په ژورتيا سره پرمختګ کوي، رسنۍ د خلکو په متقابل پوهاوي کې مهم رول لوبوي. پدې وروستيو کلونو کې چين له پورتګال او يو شمېر پورتګالي ژبې ويوونکو هېوادونو سره ګډې همکارۍ کړې دي. مثلاً ۲۰۱۲ کال د چين نړيوالې راډيو د ليسبون له راينبول راډيو سره ګډې همکارۍ وکړې. د برازيل د ريو دي جانېرو( Rio de Janeiro) او ساو پولو (São Paulo) اوسيدونکي د ايف ايم څاپو له لارې د چين د پورتګالي ژبې راډيويي خپرونې اورېدلای شي. د چين هغه تېلويزيوني سريال چې نوم يې و، دو دو او د هغې خواښې چې له چيني ژبې څخه پورتګالي ژبې ته ژباړ شوی، د افريقا په موزامبيک کې د ځايي ليدونکو ډېر خوښ شو. په ۲۰۱۷ کال کې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د پورتګالي رسنيو اتحاد په دغه هېواد کې تاًسيس شو.

د چين د نړيوالې راډيو مرستيال رئيس تيان يو هونګ وايي ، په داسې حال کې چې د چين او پورتګال ترمنځ اړيکې نوې زمانې ته داخلې شوې، د دواړو هېوادونو رسنۍ کولی شي چې په څو برخو کې سره همکارۍ وکړي.

(( موږ کولی شوو چې د خبري توکو د شريک کولو او د کاپي رايټ د تبادلې په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړو او د نړۍ د لويو خبرو په اړه د اطلاع رسونې په برخه کې د خبري توکو تبادله وکړو. موږ بايد د تبصرو د خپرونو شريک کول پياوړی کړو، د لويو خبرو په اړه اطلاع رسونه کې دې همکارۍ پياوړې کړو، د خبري محتوياتو د شريکولو لپاره دې مؤثر ميکانيزم جوړکړو. دغه راز تبادلوي محتويات دې زيات کړو او په ګډه دې د کارکوونکو روزنه ترسره کړو.))

د پورتګال د ار ټي پي مشر ګون زالو رېز وويل:

(( ار ټي پي د سي ام جي په ګډون له ځينو چيني رسنيو سره ګډې همکارۍ کړې دي، مثلاً په ګډه مو خپرونې جوړې کړې او محتويات مو سره شريک کړي دي. له پورتګال څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې به ار ټي پي او سي ام جي د خپلمنځي همکاريو تړونونه لاسليک کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای