CRI Online

کابل کې د چاودنې له امله لږ تر لږه لس تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-11-29 09:38:25
کابل کې د چاودنې له امله لږ تر لږه لس تنه ووژل شول

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يو مامور د نومبر په ۲۸مه نېټه وويل، د همدې ورځې د مازديګر په شپږ نيمو بجو د کابل په نهمه امنيتي حوزه کې يوه موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول او نولس تنه نور ټپيان شول. اوس د ژغورنې کارونه او پلټنې روانې دي او د وژل شويو او ټپيانو شويو هويت نه دی تصديق شوی.

د شاهدانو په قول، تر چاودنې وروسته د ‌ډزو اوازونه واورېدل شول، اوس د چاودنې ځای ته د تګ راتګ لارې تړل شوې دي.

افغان طالبانو په همدې ورځ د ټولنيزې رسنۍ له لارې د دې چاودنې پړه پر غاوه واخيسته. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای